خبرونه

د پالیسی معین

د ماليې وزارت د پالیسۍ  معینیت د ولسمشر د فرمان د ۲۲۰ شمیری له مخي د ۲۰۱۰ کال د لومړی میاشتی په ۱۹مه نیټه تاسیس شوی چې د ملي پرمختيا د پالیسیو او پلانونو د پلي کولو لپاره لارښوونې، همغږۍ او دڅارنی  د چارو د چمتووالي ملاتړ کوی. سربیره پردی، دغه معینیت د پرمختيايي پلانونو د پلی کولو او حساب ورکونی د چارو اداره کول، د ملي او نړیوالو مراجعو همغږی کول،  د پاليسيو د پراختیایی جوړښت او څیړنو او همدارنګه د اغیزمنو خدمتونو د وړاندی کولو لپاره د حکومت د ظرفیت د لوړولو چاری په غاړه لری.

نور ولولئ

د افغانستان د سولې او پرمختیا ملي چوکاټ

د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ د ځان بساینی اصلی موخې ته د رسېدو لپاره د حکومت پنځه کلن ستراتيژيک چوکاټ وړاندې کوي. په داسې حال کې چی افغانستان د ډېرو ننګونو سره مخامخ دی، مونږ باید د جګړې او د فقر د تاريخ هاخوا د سوکاله راتلونکی په لور حرکت وکړو او د سوکالۍ د اوږده او مشکل سفر پيل لپاره پلان جوړ کړو. که څه هم د دوامداره پرمختګ او سوکالۍ موخې ته رسیدل به د یو واحد نسل په اندازه  مودې ته اړتيا ده، خو مونږ بايد د خپل راتلونکي بنسټ سر له اوسه کېږدو.

نور ولولئ

لومړیتوب لرونکي ملي پروګرامونه

د ۲۰۰۹ کال د لندن په کنفرانس کی د افغانستان وینا، د نړیوالو همکارانو څخه افغان حکومت او د مدني ټولنې سازمانونو ته په پنځو برخو کی د پوځي مسولیتونو د انتقال د پیل ټکی وو: چی د سولې د روغې جوړې، امنیت، ښه حکومتداري، اقتصادي پراختیا او سیمه ییز او نړیوالی همکاری برخی دی. دا ټولی پنځه برخې د افغانستان د ملي پرمختیا په ستراتیژۍ هم شاملی دي. په حقیقت کې، د ملي لومړیتوبونو پروګرامونه د افغانستان د ملي پراختيا د ستراتيژۍ په چوکاټدیوی نوې ژمنې استازيتوب کوي

نور ولولئ

د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ

د لندن په کنفرانس او د ۱۶۵۹ امنیتی شورا به غونډه کی افغان حکومت او نړیوالې ټولنې موافقه وکړه چې د افغانستان تړون او د افغانستان د موقتې ملي پرمختيايي ستراتيژي د توشېح وروسته د عمومي همغږۍ د ستراتیژی د پلی کولو لپاره د همغږۍ او څارنې یو ګډ بورډ جوړ کړی. د همغږۍ او څارنې یو ګډ بورډ به د تړون د پلی کولو لپاره د افغان حکومت او نړیوالی ټولنی هلی ځلی په لوړه کچه همغږی کول باوری کړی او همدارنګه وکولای شی چی په خپل وخت د تړون د پلی کولو عامه راپورونه تیار او وړاندی کړی.
نور ولولئ

دوه اړخیزه حساب ورکونه

د ټوکیو په کنفرانس کې، په ګډه و غونډې او د ۲۰۱۲ کال د مئی میاشتی د ایساف مرسته کونکو هیوادونو یو نوی قوي بنسټ جوړ کړ ترڅو دبدلون په لسیزه کې (۲۰۱۵-۲۰۲۴) کی د دوامداره ودې او د افغانستان د پرمختګ ملاتړ وکړی. دغه ژمنې د ۲۰۱۱ کال د دسمبر میاشتی د بن دکنفرانس په پایله کې شوې دی.
نور ولولئ

د افغانستان کنفرانسونه

د بروکسل کنفرانس – اکټوبر ۲۰۱۶

د اکټوبر په څلورمه او پنځمه نیټه، د افغانستان په اړه د بروکسل په کنفرانس کښی به د افغانستان حکومت او اروپایی ټولنه په ګډه د ۷۰ هیوادونو او ۳۰ نړیوالو سازمانونو د استازو کوربه توب په غاړه ولری.

د ورسا غونډه – جولای ۲۰۱۶

د شمالی اټلانټیک د تړون سازمان د دولت سرمشرانو غونډه ۲۷مه غونډه وه چی د پولنډ هیواد د ورسا ښار په ملی لوبغالی کی د ۲۰۱۶ کال د جولای د میاشتی په اتمه او نهمه نیټه ترسره شوه.

د لندن کنفرانس – دسمبر ۲۰۱۴

افغانستان په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په سوله ییز او ډیموکراټیکی ډول د سیاسي قدرت د لیږد یو نوی پړاو ته رسیدلې دي.

د ټوکیو کنفرانس – جولای ۲۰۱۲

د افغانستان حکومت او نړیوالې ټولنې د ۲۰۱۲ کال د جولای د میاشتی په اتمه نیټه د ټوکیو په ښار کی لیدنه وکړه ترڅو د لیږد د دوری څخه د بدلون دلسیزی په لور خپلی همکاری تازه او پیاوړی کړی.

په شیکاګو ښار کښی د افغانستان په اړه د ناټو عمومی غونډه

د ناټو د ۲۸ غړیو هیوادونو مشرانو د ۲۰۱۲ کال د مئی د میاشتی په ۲۰ او ۲۱مه نیټه د شیکاګو په ښار کی لیدنه وکړه او افغانستان حکومت ته د قدرت سپارلو او د افغان ملي امنيتي ځواکونو سره د مرستی په دوام یی ټینګار وکړ.

د بن کنفرانس – دسمبر ۲۰۱۱

د نن ورځ څخه لس کاله وړاندی او د بن د لومړي کنفرانس وروسته، د بن په دويم کنفرانس کې د افغانستان، د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې تر منځ همکارۍ تازه کړه.

ټول وګورئ

د لوړ پوړو چارواکو غونډه

د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه به د لاندینو ذکر شویو لارو له مخې، د دوه اړخیزه حساب ورکونې چوکاټ پلي کړي. د افغانستان حکومت او د نړیوالې ټولنې د موجوده پروسو د غښتلي کولو او د همغږۍ او څارنی ګډ بورډ په رڼا کی د څارنې یو روڼ او منظم بهیر جوړ کړی، تر څو د دوه اړخیزو ژمنو لپاره یو بل ته ځواب ویونکې و اوسی.

د څارنی د بهیر د میکانیزم درې عنصرونه عبارت دي له:

  • دایمي کمیټه او د همغږۍ او څارنې ګډ بورډ به د پرمختګ څخه په منظمه توګه لیدنه کوی.
  • د لوړپوړو چارواکو غونډه به په ۲۰۱۳ کال کې ترسره شي او کی چیری اړتیا وي نو د پرمختګ د لیدنی او د شاخصونه د تازه کولو په موخه به په هرو دووکلونو کې بیا ترسره کیږی.
  • د وزیرانو په کچه غونډه به په ۲۰۱۴ کال کې او وروسته بیا په هرو دووکلونو کې ترسره کیږی، تر څو د پرمختګ کتنه وکړي ، شاخصونه نوي کړي، د منابعو د اړتیاوو ارزونه وکړي او نړیوالې ژمنې بیاتازه کړي.

اسنادونه

مونږ سره اړیکه

د پالیسۍ معینیت، د مالیې وزارت،

د افغانستان جمهوري دولت،

پښتونستان واټ، کابل، افغانستان

+93202105258

policy@mof.gov.af